د هګۍ له مهمو او حيرانوونکو ګټو ځان خبر کړئ هګى بايد په دا ډول
هګۍ تقريبا د انسان بشپړه غذا ګڼل کېږي.
په هګۍ کې د کاربوهايدرېت او ويټامين سي پرته نور ټول غذايي مواد چې يو انسان ورته اړتيا لري شتون لري.
هګۍ ۱۲ سلنه له پوښ،۵۸ سلنه د هګۍ دسپين او ۳۰ سلنه د هګۍ دژېړ څخه جوړه شوې ده.
په ٦۰ ګرامه وزن لرونکې هګۍ کې ٦ ګرامه پروټين،٦ګرامه شحم،۳۰ ملي ګرامه کلسيم او ۱.۵ ګرامه اوسپنه شتون لري.
د يوې هګۍ خوړل دانسان بدن ته ۷۰ کيلو کالوري انرژي ورکوي.
د هګۍ پروتين د کيفيت له نظره د ټولو غذايي پروتينونو څخه غوره دي.
په هګۍ کې د ويټامين سې پرته نور ټول ويټامينونه شتون لري.
د شېدو پرته نور هيڅ خواړه د هګۍ په څېر غذايي ارزښت نه لري.
د خامې هګۍ سپين خوړل د کولمو څخه نه جذبېږي د تغذيي له نظره جوش شوې هګۍ د خامې هګۍ څخه غوره ده نو ځکه هم بايد هګۍ خامه ونه خوړل شي.
يوه هګۍ نږدې ۲۵۰ ملي ګرامه کوليسترول لري هغه کسان چې د وينې غوړ يي زيات يا د زړه ناروغۍ ولري بايد د هګۍ له خوړلو ډډه وکړي