ليکنې

خام پياز د نارينه برباد شوی جن.سي قوت بېرته رغوي، هر ورځ صرف

تېستوسترون د نارينه و د جنسيت هورمون يوازې ددې لپاره نه دی چې د انسان جن. سي خواهش زيات کړي بلکې د انسان په بدن کې نورې هم د وېښتانو پيدا کېدل، عضلاتو وده، د شکر د ناروغۍ مخنيوي کوي، د وینې جریان ښه کوي د سرطان په وړاندې قوي مبارزه غوندې ګټې لري.

ترسره شوې څېړنې ښيي چې د تېستوسترون ترټولو سالمه او بډايه سرچينه پياز ده، بايد واضح کړو چې پياز په مستقيم ډول پخپل تېستوسترون هورمون نلري په پيازو کې د کورسټين په نامه مواد شتون لري کوم چې د انسان په بدن کې د تېستوسترون د هورمون د زياتولو لپاره د انسان په مغزو کې د تېستوسترون هورمون مسوله برخه فعالوي او د انسان بيضو يا هګیو ته هغه سیګنالونه ورلېږي چې زيات تېستوسترون تولید کړي.

پياز ګڼ شمېر ګټې لري او په تاريخ کې ورته د يوه شفا لرونکي څيز په نظر کتل شوي دي. ددې لپاره چې د پيازو څخه پوره دا ډول مواد ترلاسه شي بايد انسان خام پيازو وخوري. دا کولی شي په سلاد يا سلاټه، همداسې د نورو خوړو سره او یا هم په نورو بېلابېلو شکلونو وخوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *