لکه ونه مستقیم پخپل مقام دی، اصغر بيا په صفر اوټ شو او د ټیم څخه - Mohllat                      

لکه ونه مستقیم پخپل مقام دی، اصغر بيا په صفر اوټ شو او د ټیم څخه

د لیجنډ لیګ د درېیم پړاو په لومړنۍ لوبه کې اصغر افغان د اسیا لاینز لوبډلې په استازیتوب په ۲ توپونو یوازې یوه منډه وکړه او د عرفان پټان لخوا ایل بي ډبلیو اوټ شو؛ خو لوبه یې لوبډلې وګټله.

د پخوانیو لوبغاړو یا لیجنډز د سږني پړاو، چې په قطر کې ترسره کېږي، په لومړۍ لوبه کې اسیا لاینز او هند مهاراج لوبډلې سره مخ شوې، چې اسیا لاینز د پچې تر ګټلو وروسته توپ وهنه غوره کړه.

اسیا لاینز په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۵ منډې وکړې، چې اوپال ترنګا ۴۰ او مصباح الحق ۷۵ زیاتې منډې وکړې. هند مهاراج لوبډلې ته سټارټ بیني او پرویندر اوانا ۲-۲، عرفان پټان او اشوک ډنډا ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د ۱۶۶ منډو هدف په تعقیب هند مهاراج لوبډلې ښه توپ وهنه ترسره کړه خو لوبه یې په قسمت کې نه وه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۵۶ منډې وکړې، چې په ۹ منډو یې دغه لوبه وبایلله.

د دوی له ګوتم ګمبیر ۵۴ او مرلي ویجې ۲۵ زیاتې منډې وکړې. اسیا لاینز لوبډلې ته سهیل تنویر ۳، عبدالرزاق، تیسر پریرا، دلشن او اوډانا ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه او مصباح الحق غوره لوبغاړی شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *