په نارينه کې د مردانګۍ د هورمون د کمېدو نهه نښې نښانې
تېستوسترون د نارينه و د مردانګۍ هورمون دی، دا هورمون چې کله په کوم نارينه کې زيات وي نو عموما د هغه بدن غښتلی وي او جن. سي قوت يې زیات وي او په چا کې چې کم شي هغه په بدن غريب او په کور. والي کې کمزوری وي.
په نارينه و کې د ټېسټوسترون تولید د بلوغ سره سم د پام وړ کچه باندې شروع کېږي او تر 30 کلنۍ پورې همداسې ړوان وي، خو په 30 کلنۍ کې چاره سرچپه کېږي د 30 کلنۍ وروسته په نارينه کې د مردانګۍ دا هورمون بېرته په کمېدو شروع کوي.
د ټېسټوسترون د کمېدو نښې نښانې
د عضلاتو کمزوري کېدل، سستي او خسته ګي، د هډوکو د بندونو درد، په پرلپسې ډول د وېښتانو تويېدل، د سينو لویېدل، کم خوني، د منیو يا سپر.کو کمېدل، د تمرکز نه درلودل.