فاروقي ته پاکستان کې جزا ورکړل شوه، هغه تیره شپه په - Mohllat                      

فاروقي ته پاکستان کې جزا ورکړل شوه، هغه تیره شپه په

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی فضل الحق فاروقي د پاکستان سوپر لیګ په بیګانۍ لوبه کې د بد اخلاقۍ یا سپکې لهجې له امله د لوبې د فیس لس فیصده جریمه شو.

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) په اتم پړاو سیالیو کې کې د اسلام اباد یونایټیډ افغان تیز توپ اچونکی فضل الحق فاروقي د میچ د فیس لس سلنه جریمه شو.

نوموړی وړمه ورځ په راولپنډۍ کې د لاهور قلندرز پر وړاندې په لوبه کې له اخلاقو د سرغړونې له امله جریمه شوی و، ځکه چې د قلندرز لوبډلې په ۱۹م اور کې یې د توپ اچونې پر مهال له توپ وهونکي سره بد چلند کړی و.

فضل الحق فاروقي هم د ميچ ريفري روښان مهانما لخوا وړانديز شوې سزا منلې او ډاډ يې ورکړی دی چې په راتلونکي کې به دغه ډول عمل یا کړنه نه تکراريږي.

د یادولو وړ ده چې په دې لوبه کې یونایټیډ لوبډلې قلندرز لوبډلې ته د ۱۱۹ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او په دې لوبه کې فاروقي د ۴۰ منډو په بدل کې درې ویکټې ترلاسه کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *