زېباګل خليل ته: ګېمونه زما سره کوې واده د بل چا سره، زما سره
په ټولنيزو رسنيو کې د زېباګل او خليل ويډيو وايرل شوې ده، خليل او زېباګل چې په ټيک ټاک کې زيات مشهور دي په یوه تازه ويډيو کې د يو بل سره جالبې خبرې کړې دي او دا خبرې یې په ټولنيزو رسنيو کې په پراخه کچه خپرې شوې دي.
په دغه ويډيو کې زېباګل خليل ته وايي چې ګېمونه او مرکې زما سره کوې خو واده بيا له بل چاسره، په دې ويډيو کې زېباګل په بيا بيا خليل ته د هغه مېرمنې او واده خبره کوي خو خليل په دې هکله خبرې نکوي او خبره بل لوري ته بيايي.
په ټولنيزو رسنيو کې د خپرو شويو معلوماتو په اساس خليل چې د خوست ولايت دی په دې وروستیو کې واده وکړ او زېباګل بيا تراوسه پورې همداسې مجرده ژوند کوي. دوی دواړه په ټيک ټاک کې په جالبو ويډيو ګانو باندې مشهور دی.