ليکنې

د مسلمانې ښځې سره د واده لپاره یې د اسلام دین ومانه خو اوس ناوې وايي چې باید

يو یونانی چې اوس مهال په امريکا کې د ژوند کوي د اردون د پادشاه د لور سره اړیکې لري، دوی دواړه غواړي چې د يو بل سره واده وکړي خو مشکل دا و چې يونانی جميل الکساندر په دين باندې عيسوی دی او د يوې مسلمانې نجلۍ سره د واده لپاره پکار ده چې د اسلام دين ومني.

د يوناني رسنیو له لوري د خپرو شويو خبرونو په بنسټ دغه کس اوس د اسلام مبارک دين منلی دی او مسلمان شوی دی، د اردوغان د شاهي کورنۍ لور ايمان بن عبدالله واده ته ډېر زيات خلک په تمه دي او د هغه د مين له لوري د اسلام د دين د منلو سره نور ددوی په وړاندې کوم مانع نه دی پاتې شوی.

يوناني رسنیو ویلي دي چې کېدی شي ددوی دواړو ودونه ددې اونۍ په جريان کې ترسره شي خو دا معلومات نشته دي چې دقیق به دا واده په کومه ورځ باندې ترسره کېږي. تمه ده چې په دې واده کې د اردون د شاهي کورنۍ ټول لوړ پوړي غړي ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *