بابر اعظم د افغانستان په وړاندې په لوبه کې برخه نه اخلي، وايي زه د افغانستان - Mohllat                      

بابر اعظم د افغانستان په وړاندې په لوبه کې برخه نه اخلي، وايي زه د افغانستان

د پاکستاني رسنیو د خبرونو په بنسټ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اماراتو کې په ترسره کېدونکو لوبو کې ددې هېواد د ملي ټيم کپتان بابر اعظم برخه نه اخلي، پاکستاني رسنیو ویلي دي چې بابر اعظم او ويکيټ کيپر محمد رضوان به په دې موده کې استراحت وکړي.

د ميډيا د راپورونو په اساس د افغانستان سره د د لوبو مشري به د شاهين افريدي په غاړه وي. د پاکستان ټيم به د روانې مياشتې په ۲۲ د شارجې په لور روانه شي او په ۲۴ تاريخ به ددواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ لوبه ترسره شي.

په پام کې وه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پینځوس اوریزه لوبی ترسره شي خو د پاکستاني لوري په غوښتنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ به دری شل اوریزه لوبې ترسره شي او ترلاسه کېدونکې پيسې به ددواړو ټيمونو ترمنځ نيم‌ په نيمه ووېشل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *