اصغر ستانکزي يو ځل بيا نوم بدل کړ، اوس یې نوی نوم
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخوانی کپتان اصغر افغان چې اوس مهال په قطر کې د پخوانيو لوبغاړو په یوه ټورنمنټ کې لوبو ته تياری نيسي وايي چې د خپل نوم څخه یې اصغر لرې کړ او افغان یې خپل نوم ته غوره کړ.
نوموړي په دې لوبو کې د خپل لباس انځورونه خپاره کړي دي، دغلته د هر لوبغاړي په جامه يوه کلمه نوم ليکل کې ده چې بايد يا اصغر ليکل شوی وی يا هم افغان، خو نوموړی وايي دغه غوره وګڼله چې د اصغر په ځای افغان وليکل شي.
دی وړاندې ليکي چې افغانیت زموږ هويت دی موژ پخپل هويت پخپل افغانیت باندې ویاړو، که څه هم اصغر ستانکزی خپل نوم بدل کړ خو د افغان نجونو د ښوونځيو د تړلو په هکله یې تراوسه پورې غبرګون نه دی ښودلی نورو ټولو لوبغاړو غبرګون وښود خو اصغر ستانکزی لا هم خاموش دی.