د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان لپاره ډېر ښه خبر اعلان کړ، افغان ټیم به
وروسته له هغې چې اسټرالیا له افغانستان سره د نړیوال جام سوپر لیګ سیالیو لوبلړۍ لغوه کړه او بهانه یې دا وه چې افغانستان د ښځو لوبډله نه لري؛ نو ورسره سم له افغانستان د بشپړ غړیتوب اخیستل کېدو اوازې هم خپرې شوې؛ خو اوس په دې تړاو د بشپړ ډاډ خبر ورکړی شوی دی.
په افغانستان کې د حاکمې ډلې واک تر رسېدو وروسته د ښځو د کرکټ لوبډلې په جوړولو کې کوم پرمختګ نه دی شوی او داسې ویل کېدل چې د بشپړ غړیتوب حیثیت به ترې واخیستل شي.
خو د کرک انفو د راپور له مخې، د آی سي سي د مرستیال عمران خواجه په مشرۍ کاري ډله به په اوسنيو حالاتو کې د افغان کرکټ بورډ د ستونزو په پام کې نیولو سره په دې برخه کې د کوم سخت ګام د نه پورته کولو مشوره ورکوي.
سرچینه وايي، د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي غواړي د ښځو لوبډله جوړه کړي، خو په پېچلي وضعیت کې له ستونزو سره مخ دي او نه توانېږي چې دا کار وکړي.
آی سي سي هم وضعیت ته په کتو نه غواړي چې د افغان کرکټ په اړه کوم سخت ګام پورته کړي؛ خو په دې تړاو وروستۍ پرېکړه به د روانې مارچ په ۲۰مه وشي چې د بشپړ ډاډ خبر ورکړل شوی دی.