مشهورې اداکارې، په فلمونو کې کار پریښود، حجاب یې وکړ، وايي په کعبه کې
د پاکستان مشهورې اداکارې زرنش خان د عمرې له ادا کولو وروسته حجاب کړی او پرېکړه یې کړې ده چې نور به په اسلامي لباس کې ګرځي او پخوانی ژوند به نه غوره کوي.
زرنش خان چې څو ورځې وړاندې یې د عمرې ادا کولو شرف ترلاسه کړ، له هغې وروسته یې خپل پخواني عکسونه له ټولنیزو رسنیو ډیلیټ کړل او مینه والو ته یې اشارتاً وویل چې نور به اداکاري نه کوي.
اداکارې زرنش خان په ټولنیزه رسنۍ د عمرې پرمهال اخستل شوي عکسونو د شريکولو پرمهال د الله شکر ادا کړی او ويلي وو چې دا مې صرف اوريدلي وو اوس يې په ليدو احساسوم، واقعیا په نړۍ کې داسې صحنه نشته.
زرنش خان زیاته کړه چې کعبې ته په راتلو سره به پوه شئ چې موږ څومره ګمراه شوي یو. دنیا ته د راتګ مقصد څه دی، څه لپاره بیدا شوي یو، دا هر څه مو هېر کړي دي، بس هر څوک په سیالۍ بوخت دي.
زرنش خان خپل زاړه عکسونه هم د خپلې ټولنیزې رسنۍ اکاونټ نه حذف کړي دي او له دې داسې اټکل کېږي چې هغه به نوره په فلمي نړۍ کې ونه لېدل شي او اوسني باحجابه عکسونه یې دا خبره تاییدوي.