امريکايي ښوونکې پخپل ۱۴ کلن شاګرد ۶ میاشتې جن. سي تېری وکړ وروسته یې يو لک ډالر - Mohllat                      

امريکايي ښوونکې پخپل ۱۴ کلن شاګرد ۶ میاشتې جن. سي تېری وکړ وروسته یې يو لک ډالر

د امريکا د‌ متحده ايالاتو پوليسو هغه میرمن ونیوه چې په یوه ۱۴ کلن هلک یې شپږ مياشتې جن. سي تېری کړی و، د انډيې پايګې په نامه دې مېرمنې د يوه ښوونځي په کانتين کې کار کاوه. نوموړې د پوليسو له لوري د نیول کېدو وروسته خپله ګناه ونه منله او د خپل ځان په دفاع کې یې وویل چې دې هلک ورسره اړیکې درلودې.

دا مسله وروسته له هغه رسنیزه شوه چې کله په انټرنټ ددې مېرمنې او هلک ترمنځ د اړيکو ويډیو ګانې او انځورونه خپاره شول، دغه مېرمن د پوليسو له لوري د نیول کېدو وروسته د يو لک ډالرو کفالت په مقابل کې ازاده شوه.

د قاضي له لوري د ازادۍ حکم ترلاسه کوونکې دې مېرمنې دا شرايط منلي دي چې له دې وروسته به ټولنيزې رسنۍ نه کاروي، د خپلو ماشومانو پرته د ۱۸ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو سره به په هېڅ ډول نه مخاطب کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *