امريکايي ماډله؛ په ۱۲ کلنۍ راباندې جن. سي تېری وشو په ۲۴ کلنۍ مې خاوند
مشهورې کاناډايي الاصله امريکايي ماډلې د خپلې ځوانۍ او ماشومتوب د وخت په یوه ډیره ترخه حادثه باندې اعتراف کړی دی. پامېلا اندرسون په یوه مرکه کې ويلي دي چې د ۱۲ کلونو وه چې جن.سي تېری ورباندې وشو.
نوموړې وايي چې د ژوند ځینې برخې يې ډېرې بې رحمه وې، وايي د يوه لوري که په ماشومتوب کې ورسره داسې ناوړه پېښه وشوه د بل لوري یې په حق کې خاوند داسی یو کار وکړ چې څوک یې تصور هم نشي کولای.
دا وايي چې په ۱۹۹۵ کلونو کې يې خاوند ددې سره يو ځای ژوند کاوه او ددوی د کور. والي يوه ويډيو یې ددې له اجازې پرته ډکه کړې وه او بيا یې په رسنيو باندې د زياتو پيسو په مقابل کې خرڅه کړې وه.