د پوندو له درد څخه کړېږی؟ د هډوکو د مشکل دا نښه عادي مه نيسی، هر سهار
زیاتره خلک په پښو او پوندو کې د درد شکایت لري، نو که تاسو هم دغه ستونزه لرئ نو باید پوه شئ چې دا یوه ډېره عامه ستونزه ده، چې د پوندې لاندې او شاته برخه کې درد وي او موږ هغه وخت په ډېرو ناروغیو اخته کېږو کله چې ناقص خواړه وخورو.
کله چې د بدن په کومه برخه کې درد پیدا شي، نو سمدلاسه د درد ضد درمل کاروو؛ خو په دې فکر نه کوو چې بدن مو کوم ډول ویټامین نلري، نو اړینه ده چې غوره خواړه وخورو. که چېرته تاسو ه
د پوندو د درد لاملونه:
ښایي ډېر داسې لاملونه وي چې د پوندو د درد سبب شي. پونده د بدن ترټولو قوي برخه ده او په دې د بدن ټول وزن وي. د بدن دا برخه یو سخت پوستکی لري او همدا لامل دی، هغه خلک چې زیات وزن لري نو د پوندو د درد ستونزه هم لري. همدغه راز د ژمي موسم هم د پوندو د درد لامل کېږي او سړه هوا هم د پوندو د چاودېدو سبب کېدلی شي.
د ژمي موسم:
د ژمي په موسم کې سړه بادونه لکېدلي او د بدن نمي کمېږي چې له امله یې پوستکی سپور یا وچېږي، چې له همدې امله په پوندو کې دردونه په زیاتیدو پیل کوي. د ژمي موسم هم د پوندو د درد لامل کیدلی شي، نو د پوستکي د هرې ستونزې د حل لپاره له یوه ښه ډرماتولوژست سره خبرې وکړئ.
د اوبو له امله:
هغه خلک چې ډېر وخت په اوبو کې تیروي یا له اوبو سره یې سروکار وي، نو په هغوی کې هم نمي ډېره وي، چې په پوندو کې درد رامنځته کوي. په اوبو کې د ډېر وخت تېرولو له امله د پښو نمي وده کوي، چې له همدې امله پوندې درد پیدا کوي او هغه خلک چې بدن یې د اوبو کمښت لري، هغوی هم د پوندو په درد اخته کېدلی شي.
د بوټانو له امله:
که داسې بوټان غوره کوئ چې ډېر لوړ وي په ځانګړي توګه د ښځو سینډل نو دا هم د پوندو د درد لامل کېدلی شي، له همدې امله تل هغه بوټان غوره کړئ چې آرام بخښونکي وي او هغه بوټان چې ډیر سخت وي او هوا ورنه نه تېرېږي، هغه هم په پوندو کې درد پیدا کوي.
نسجونه:
د پوندو درد هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د پوندو دننه نسجونه مات شي یا وچوي، له همدې امله د پښو پوستکی ډیر وچ پاتې کېږي او پوندې درد کوي.
چاغوالی:
ډېر چاغښت یا ډیر وزن هم د پوندو د درد لامل کیږي، ځکه چې په پوندو د بدن ټول وزن وي، چې د پښو د درد لامل کیږي. همدغه راز امیندوارې میرمنې هم له دې ستونزې سره مخ کېږي او د منځني عمر لرونکي نارینه او ښځې هم د پوندو له درد څخه رنځ وړلی شي.
د پوندو له درد څخه د خلاصون لارې چارې:
موږ کولی شو په خپله د پوندو له درد څخه ځان خلاص کړو، که پخوا مو د پوندو درد درلود یا نه؛ خو تاسو کولی شئ چې د پوندو له درد څخه مخنیوی وکړئ.
سم او مناسب بوټان واغوندئ:
له مناسب ورزش سره سم هغه بوټونه پر پښو کړئ، چې ارام بخښونکي وي، سخت نه وي، ډېر لوړ نه وي، یعنې د ښځو لوړې سینډلې نه وي، نو غوره بوټان انتخاب کړئ، د بدن وزن برابر وساتئ، ځکه دا په خپله د ډېرو ناروغیو مخنیوی کوي.
د بدن وزن مو برابر وساتئ:
د بدن ډېر وزن د پوندو په شمول د بدن په ښکته برخه فشار یا بوج زیاتوي. کله چې تمرین کوئ نو ډاډ ترلاسه کړئ چې په پوندو مو مناسب وزن راځي. د ډېر وزن لرل د هډوکو د ماتېدو خطر هم زیاتوي. همدغه راز زیاتره میرمنې په کور کې د کار پرمهال څپلکې نه پر پښو کوي، خو دوی باید احتیاط وکړي او څپلکې پر پښو کړي، ترڅو پوندې یې له چاودېدو خوندي پاتې شي.
د مېوو او سبزیجاتو استعمال هم له موږ سره په ډېرو روغتیایي ستونزو کې مرسته کوي. زموږ په بدن کې یوریک اسید او کولیسټرول د ناسمو خوړو د استعمال له امله زیاتیږي، نو له مساله لرونکو توکو ډډه وکړئ او هغه خواړه وخورئ چې په ویټامینونو بډایه وي.
له ورزش دمه واخلئ:
که تاسو په قوي سپورتونو یا د اوږد واټن په ځغاسته بوخت یاست، نو خپل بدن ته غوږ ونیسئ، درد هیڅکله نورمال نه وي. که چیرې د پوندو درد لرئ نو یو څه شاتګ وکړئ، کېنئ او وګورئ چئ درد مو ارام مومي که څنګه کېږي او ژر تر ژر ډاکټر سره مشوره وکړئ.
د پوندې د درد ځینې لاملونه ښایي د نورو په پرتله خورا جدي وي، نو یو ډاکټر کولی شي چې تاسو سره مرسته وکړي چې د درد لامل څه دی؟ ځانګړې درملنه به درته چمتو کړي