د افغانستان او پاکستان د لوبو په هکله تازه خبر راغی، پاکستان غواړي چې
ټاکل شوې ده چې د روانې مارچ په وروستۍ لسیزه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ درې نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره شي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به مهالویش اعلان شي.
د افغانستان کرکټ بورډ په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي او نه یې هم د چمتوالي او مهالویش څه خبر ورکړی؛ خو پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې دوی د یادې لوبلړۍ لپاره چمتوالی نیسي.
راپور کې راځي چې د سیالیو د لړۍ مهالویش به ډېر ژر اعلان شي او په لوبډله کې به ځینو نویو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل، چې په هغوی کې عماد وسیم، اعظم خان او اسامه میر او احسان الله د شاملیدو امکان زیات دی.
د دغه درې نړیوالو شل اوریزو لوبو سیریز به په شارجه کې ترسره شي، چې پاکستانۍ لوبډله به د مارچ په ۲۳مه متحده عرب اماراتو ته ځي او دوه شل اوریزه لوبې به په پرلپسې ډول ترسره شي، یعنې وقفه پکې نه راولي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز دغه لوبلړۍ ته سرسري اشاره کړې وه او ویلي وو چې پاکستان سوپر لیګ د دې لوبلړۍ د چمتوالي لپاره ښه فرصت دی.