سېلېبرېټي

حريم شاه: زما لوڅه ويډيو مې يو ملګرې خپره کړې، اوس مې مېړه راته وايي

وروستی له هغې چې د پاکستانۍ ټیک ټاکرې حریم شاه غېر اخلاقي او بربنډې ویډیوګانې خپرې شوې؛ نو ورسره سم د خلکو اعتراضونه راپورته شول خو د هغې مېړه وایي چې زه په دې مشکل وخت کې له حریم شاه سره یم.

د حریم شاه مېړه بلال شاه په یوه ویډیو کې ویلي چې په دې سختو حالاتو کې حريم شاه یوازې نه شي پريښوداي، که یوازې يې پريږدي نو په ډيپريشن به اخته شي او ځانته به زیان واړوي.

بلال شاه ویلي چې د ویډیوګانو په خاطر د حریم شاه د پرېښودو فکر هم نه شم کولی او اوس د خدای د رضا لپاره ورسره یم او په دې موضوع به بیا وروسته خبرې وکړو.

نوموړي څرګنده کړه، چې ډېر ژر به هېواد ته راستون شي او د صندل خټک او عایشه پر ضد به د خپلې مېرمنې د شخصي ویډیوګانو د خپرولو په خاطر قانوني چلند وکړي، خو د اوس لپاره نه غواړي د دې مېرمنو په اړه خبرې وکړي.

د یادولو وړ ده چې حریم شاه ادعا کړې چې شخصي ویډیوګانې یې صندل خټک او عایشې پټې کړې او بیا یې خپرې کړي او د خلکو د غبرګون په ځواب کې وایي چې پیغورونه مه راکوئ په ویډیوګانې کوم بل څوک راسره نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *