نغمه: منګل دې اقرار وکړي چې په ما پسې یې ژړلي دي، زه په ښکاره وايم چې که
نغمې په خپله یوه تازه مرکه کې يو ځل بيا د منګل د ژړا په هکله سپینې خبرې وکړې، کلونه وړاندې چې منګل د طلوع ټلویزیون سره مرکه درلوده نو په هغه مرکه کې یې وژړل، د نغمې او منګل مینوالو د منګل دا ژړا داسې تعبير کړه چې ګواکي منګل په نغمه پسې ژاړي.
ځکه دوی دواړو په مینه واده کړی و بيا سره بېل شول او نغمې د يو بل کس سره واده وکړ، داسې ويل کېدل چې منګل د نغمې سره د خپل پخواني ژوند یادونو په ژړا کړ، خو نغمه دا خبره نه مني او وايي چې منګل په دې پسې نه دي ژړلي.
تازه یې په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوې ويلي دي چې د منګل هغه ژړا ددې لپاره نه وه، وايي تراوسه یې هم د منګل له خولې نه دی اورېدلي چې هغه ژړا دې په نغمه پسې وي، وايي ترڅو چې منګل اقرار ونکړي چې په دې پسې یې ژړلي دي نو دا خبرې نه مني.