راشد خان د ټویټر اکونټ له لاسه ورکړ يوه پاکستاني
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان د خپل ټويټر اکاونټ ته لاسرسی نلري، نوموړي پرون ويلي دي چې د خپل ټویټر اکاونټ ته نشي دننه کېدی او دې مشکل اندېښمن کړی دی. دا وېره چې ايا دده د ټويټر اکاونټ د بل چا په لاس کې دی او که پخپله د ټویټر له لوري محدود شوی دی د مینوالو په ذهن کې ده.
تراوسه پورې راشد خان دا خبره نه ده کړې چې ايا دده اکاونټ ته بل چا لاسرسی پیدا کړی دی او کنه، راشد خان یوازې دومره ويلي دي چې دی د خپل ټويټر اکاونټ ته نشي ننوتلی. راشد خان چې اوس مهال په پاکستان کې ددې هېواد په سوپر ليګ کې لوبېږي پخپل ټويټر کې ډېر فعال دی.
د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې ټاپ لوبغاړي شاهین افریدي هم په ټويټر کې يو پوست کړی دی او د ټویټر د سپورټ څخه يې غوښتي دي چې د راشد خان د اکاونټ د لاسرسي رامنځته شوې ستونزه حل کړي.