روغتيا

د واده کړو لپاره؛ که غواړی پلار شی انځير زيات خورئ، دا هم وينه زياتوي هم د نارينه په

وچ انځر او نورې وچې مېوې بې له شکه د زیاتې انرژۍ لرونکي خواړه دي، چې په مهمو غذایي موادو لکه منرالونو او ویټامینونو بډایه دي. وچ انځر یو له هغو وچو میوو څخه دي چې معمولاً خوړل کېږي او بې شمیره روغتیايي ګټې لري؛ نو دا اړینه ده چې دا میوه پخپل رژیم کې شامله کړو.

د دې لپاره به لومړی انځر وچ کړئ یعنې انځر به راواخلئ او لمر ته به یې کېږدئ، چې په دې ډول یې د ټول کال په اوږدو کې ذخیره کولی شئ.

د نارینه وو لپاره د انځر ګټې:

د وچ انځر له ډېرو ګټو څخه یوه د نارینه وو لپاره دا ده چې دا د ج+نسي روغتیا او د کوروالي فعاایت سره مرسته کوي، انځر نارینه له شنډېدو څخه ژغوري، دا ځکه چې انځر په کافي اندازه زنک لري او زنک د ټیسټورسټون کچه لوړولو کې مهم رول لوبوي.

په نارینه وو کې د زنک کمښت د ټیټ ټسټورسټون لامل کېږي او په دې توګه انځر په طبیعي توګه د ټسټورسټون د کچې لوړولو لپاره یوه غوره لار ده. همدغه راز په انځر کې انټي اکسیډنټ او نور اړین غذایي مواد او منرالونه د سپرم حرکت او شمېر زیاتوي، نو له همدې امله وچ انځر د سپرم لپاره ډېر ګټور ګڼل کیږي.

د نارینه وو لپاره د انځر بله مهمه ګټه دا ده چې دا د پروستات غدې ته وده ورکوي. په مناسبه اندازه د انځر خوراک د پروستات پراخې شوې غدې بیرته عادي حالت ته راګرځي. همدغه ډول په نارینه وو کې عمومي ژوند او استقامت ښه کوي او د لوړ کولیسټرول کچه راټیټوي او د وینې د شکر کچه هم ښه کوي.

د ښځو لپاره د وچ انځر ګټې:

د سینې سرطان په دې وروستیو کې په میرمنو کې ډېر عام شوی، په ځانګړي توګه د مینوپاز وروسته ډېر ګټور وي. انځر په زیاته اندازه فایبر لري، نو د سینې سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي او د هر عمر ښځو لپاره ګټور وي.

انځر د وزن په کمولو کې مرسته کوي:

انځر له صحي غذايي موادو بډایه وي. انځر د وزن کمولو کې مرسته کوي او د خېټې په ساحه کې وازدګه کموي. سربیره پردې په انځر کې موجود غذايي مواد د هضم په ښه کولو کې مرسته کوي او د هډوکو په روغتیا کې مرسته کوي.

انځر د وزن په زیاتولو کې هم مرسته کوي:

په داسې حال کې چې زیاتره خلک د وزن کمولو لپاره غذایي رژیم تعقیبوي، خو ځینې کسان د وزن زیاتول غواړي او انځر نه یوازې د وزن په زیاتولو کې مرسته کوي، بلکې ستاسو بدن ته ډېر اړین غذايي مواد هم برابروي. انځر او شېدې یوځای خوړل په زیاته اندازه کلسیم چمتو کوي، چې نه یوازې د وزن په زیاتولو کې مرسته کوي بلکې په ژمي کې مو ګرم هم ساتي.

انځر د پښتورګو د تیږو مخه نیسي:

وچ انځر په اوبو کې جوش کړئ او دا اوبه د څو ورځو لپاره تر یخولو وروسته وڅښئ او چې دا پښتورګو د تیږو مخه ونیسئ.

د امیندوارۍ پرمهال د انځر خوړلو ګټې:

د امیندوارۍ پرمهال وچ انځر د هاضمې ستونزو سره مبارزه کې سره مرسته کوي. انځر په ښه اندازه کلسیم، اوسپنه، پوتاشیم، مس او مګنیزیم لري، چې د امیندوارۍ پرمهال یې خوړل د لوړ فایبر له امله د قبض په کمولو کې مرسته کوي.

د تازه او وچو انځرو د غذایي حقایق:

زیاتره خلک فکر کوي چې وچه میوه له کالورۍ ډکه وي او په زیاته اندازه خواږه لري خو دا د وچو انځرو اړوند ریښتیا نه دي. وچ انځر د تازه انځر په پرتله زیات خواږه یا کالوري نلري او دا وچه میوه د فایبر، پوتاشیم او اوسپنې او کلسیم ښه سرچینه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *