که غواړئ مېرمن مو ژر حامله کړئ دغه خوړو ته کش ورکړی
ایا ستاسو په خواړو کې هغه خوراکي توکي شته چې ستاسو تولیدي نظام ته وده ورکوي. د یوې څیړنې له مخې، ډېر داسې فکتورونه شته چې کنټرولول یې زموږ په لاس کې نه وي لکه عمر او جینیات، خو له ځینو خواړو څخه ډډه کول، ممکن ستاسو د تخمدان د فعالیت په ښه کولو کې مرسته وکړي. د خوراکي توکو متخصص وايي چې له امیندوارۍ دمخه داسې خواړه وخورئ لکه تاسو چې دمخه امیندواره یاست.
ځینې داسې خواړه هم شته چې کولی شي د امیندوارۍ د امکاناتو خنډ وګرځي او ترې ډډه کول له امیندوارۍ سره مرسته کولی شي؛ خو که کومه ستونزه لرئ نو له ډاکټر سره مشوره وکړئ.
هغه خواړه چې د امیندوارۍ پرمهال باید ترې ډډه وشي:
لاندې د هغه خواړو نوملړ دی چې باید په اعتدال سره وخوړل شي یا په بشپړ ډول ترې ډډه وشي.
کافین:
کافي او چای په اعتدال سره وڅښئ. د یوې څیړنې له مخې، د ورځې څو پیالې کافي یا چای د تخمدان په ستونزو اغیز لري او د ډیهایډریشن لامل کیږي. د نسايي ناروغیو په څانګه یو جراح وايي چې د سهار یوه پیاله قهوه د ډیهایډریشن په برخه کې ترټولو بده وي.
کافین یو ډیوریتیک دی، چې کولی شي د مایع غشا د نمجن پاتې کیدو مخه ونیسي او د رحم د مایعاتو په ثبات اغیزه کوي؛ نو کافي، انرژي څښاک او چای که څښئ هم نو له دوه سوه ملی ګرامو څخه یې کم وڅښئ، ځکه چې دا د امیندوارۍ مخه نیسي. ځینې مطالعې ښیي چې د بوټو چای د امیندوارۍ لپاره ګټور وي.
الکول:
د الکولو منظم استعمال هم د ډیهایډریشن لامل کیږي، له همدې امله ځینې متخصصین له الکولو څخه د مخنیوي وړاندیز کوي، ځکه چې دا د امیندوارۍ مخه نیسي. د الکول، سګریټ او د نشه یي توکو کارول په مور او همدارنګه د هغې په ماشوم اغیزه کوي.
خواږه څښاک او پروسس شوي خواږه:
د شکر یا خواږو کچه کمه کړئ او لږ پروسس شوي خواږه وخورئ. بوره لرونکي خواړه د انسولین او د نورمال هورمونل توازن کې ستونزې رامنځته کوي. د زیږون د رژیم لپاره د میوو جوس، انرژي څښاک او خوږ چای مه استعمالوئ، په ځانګړي توګه دسوډا مشروبات چې د تخمداني شنډېدو سره تړاو لري.
خو دا په دې معنا ندي چې تاسو باید دا توکي په مصنوعي خواږو محصولاتو بدل کړئ. مصنوعي خواږه د بدن په سیسټم فشار راوړي. که تاسو د خوږو شیانو د خوراک لیوالتیا لرئ، نو لږ پروسس شوي خواږه غوره کړئ.
د سویا بین مختلف ډولونه
د پروسس شويو سویا بین له مختلفو ډولونو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې دا هم په تولیدي نظام اغېزې کوي. ځینې متخصصین پدې باور دي چې په دې محصولاتو کې د پروټین لوړه اندازه ایسټروجنیک لري چې هورمونل توازن ګډوډوي.
فشار کم کړئ:
یوې څېړنې موندلې هغه میرمنې چې ذهني فشار لري د هغوی په پرتله ډېرې له شنډیډو سره مخ کېږي چې ذهني فشار لري. ذهني فشار په دماغو کې بدلونونه راولي او په تولیدي نظام اغېزې کوي.
په فزیکي توګه فعال اوسئ:
منظم تمرین کولی شي د ډېر وزن یا چاغۍ مخه ونیسي او د امیندوارۍ ترټولو لوی خنډ دی، خو ډېر ورزش هم په دې برخه کې ښه نه دی. که د ډېر وزن او یا د زیږون له ستونزو سره مخ یاست، نو د خوراکي توکو یا د نسایي ناروغیو له متخصص سره مشوره وکړئ.
له زیږون دمخه ملټي ویټامین واخلئ:
د فولیک اسید استعمال د سالمې امیندوارۍ لپاره اړین دی او د زیږون د نیمګړتیاوو د خطر په کمولو کې مرسته کوي. هره ورځ ملټي ویټامین خوړل په میرمنو کې د امیندوارۍ ستونزې اسانه کوي، نو هڅه وکړئ چې ویټامین استعمال کړئ خو ډاکټر سره مشوره اړینه ده.