برتانوۍ ماډله: په ورځ کې مې دوه ځله کور.والی کاوه سخته ډنګره شوم اوس غواړم
مشهوره برتانوۍ ماډله کارلا پخپله جالبه سپارښتنه د ټولنيزو رسنيو په ګرمو بحثونو بدله شوې ده، نوموړې چې په منظم ډول خپل فعاليتونه د خپل ټولنيزو رسنيو له لارې خپروي د شهرت په اوج کې ده او هر ډول څرګندونه یې په رسنیو کې د خبر په شکل خپرېږي.
نوموړې دا ځل په یوه نادره سپارښتنه باندې د بحث وړ ګرځېدلې ده، دې څه موده وړاندې خپل يو اولاد دنيا ته راوړ، وايي د اولاد د پیدا کېدو وروسته یې وکتل چې وزن يې څومره زیات شوی دی، دا زیاتوي چې د حامله توب په جریان کې یې زیات وزن واخيست.
کارلا پخپله يوه سپارښت کې ښځو ته وايي چې بې ځايه د سپورټ کلبونو ته مه ځی او خپلې پيسې بې ځايه مه مصرفوئ،وايي ددې په ځای د خپل خاوند سره کور. والی وکړی، دې ویلي دي چې دې خپل اضافي وزن په دې شکل له لاسه ورکړ چې د ورځې یې دوه ځله کور. والی کاوه.