راشد خان؛ روانه مياشت کې د پاکستان سره لوبه لرو، سخت ورته لیواله يم، غواړم چې دا ځل - Mohllat                      

راشد خان؛ روانه مياشت کې د پاکستان سره لوبه لرو، سخت ورته لیواله يم، غواړم چې دا ځل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او ستوری ورو توپ اچونکی راشد خان د پاکستان پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ ترسره کېدو ته سخته لېوالتیا لري.

راشد خان وايي، چې په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان پر وړاندې د شل اوریزه لوبلړۍ لپاره ډېر لیواله دی، نو موږ به هڅه وکړو چې ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړو.

نوموړی وایي، دا به زموږ لپاره ښه فرصت وي، چې د یوې پیاوړې لوبډلې پر وړاندې لوبې وکړو، دا چې کومه پایله به ولري نو دا به افغانستان له لوبډلې سره مرسته وکړي چې زده کړه ترې وکړي.

هغه وایي، زموږ اصلي هدف راتلونکی شل اوریز نړیوال جام دی، چې دا به د چمتووالي او پرمختګ لپاره یو ښه فرصت وي او موږ به ترې پوره ګټه پورته کړو، هڅه به وکړو چې ښه کرکټ وکړو او مینه والو ته ښه لوبه وړاندې وکړو.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شل اوریزه لوبلړۍ به له پي ایس ایل وروسته او د مارچ په وروستیو کې ترسره شي، چې دا د پنځوس اوریزه لوبلړۍ د لغوه کېدو په بدل کې ترسره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *