جالب حيرانونکي

د ۳۸ کاله بې ګناه زندان څخه د ازادۍ وروسته د بې ګناه زنداني لومړی خبرې خلک په ژړا کړل

د امريکا د متحده ايالاتو د لاس انجلس په ايالت کې یوه قاضي وروسته د هغه یوه بې ګناه زنداني د ازادۍ حکم ورکړ چې د هغه د بې ګناهۍ په هکله یې تازه شواهد ترلاسه کړل. قاضي ويليام راين وويل چې تازه ترلاسه شوي د ډي اېن اې شواهد ښيي چې ۳۸ کاله کېږي په زندان کې پروت موریس بې ګناه دی.

موریس د خپلې ازادۍ د پرېکړې وروسته وویل؛ دا ډېره مانا لرونکې شېبه ده، د قاضي له پرېکړې او بخښنې غوښتلو مننه کوم تیار يم چې خپل ژوند ته دوام ورکړم. د منطقې عمومي قاضي په دې هکله وويل چې موریس د کلک عزم څښتن دی او لسیزې یې مجادله وکړه چې خپله بې ګناهي ثابته کړي.

تمه ده چې د بې ګناه زنداني کیدو لپاره ښاغلي موريس د تضميناتو یوه لويه مالي دوسيه پرانيزي. موریس په دې تورن و چې په یوه ښځه یې جن. سي تېري کړی او هغه یې بيا وژ. لې ده. د ډي اېن اې د تحقیقاتو په هکله د هغه خواست پخوا رد شوی و خو په ۲۰۲۱ م کال کې دا خواست ومنل شو.

د قاضي له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې په مېرمن کېنت باندې چې کوم کس جن. سي تېری کړي و او بيا یې وژ. لې وه پخپله هم وژ. ل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *