په ګرمۍ کې د خورما خوړلو څلور حیرانونکې ګټې، واده کړي کسان دې - Mohllat                      

په ګرمۍ کې د خورما خوړلو څلور حیرانونکې ګټې، واده کړي کسان دې

په عام ډول د خرما زیات استعمال د روژې په میاشت کې کیږي، ځکه چې معنوي «دیني»  او مادي «روغتیایي» ګټې لري.

معنوي ګټې یې چې، پيغمبر صلی الله علیه وسلم پرې پيشمنی او روژه ماتې کول ښه ګڼلي، او همدا ډول یې د نورو خوړو په پرتله هم خرما غوره ګرزولې ده، صحابوو به پوره یوه ورځ یوازې په یوې خورما خوړلو تېروله او په هغې به یې د بدن اړتیا پوره کېده. او روغتیایي ګټې يې یو شمېر دي چې په لاندې ډول دي:

خرما ځانګړي خصوصیات لري، داسی مېوه ده چې په پوره اندازه د خوارکي توکو دنده هم پر ځای کول شي، چې سړو، ښځو او کوچنیانو ته یو برابر ګټوره ثابتیږي، او د ژر هضمیدو ترڅنګ د بدن انرژي پوره ساتي.

خرما د هاضمې سیستم جوړوي او د قبضیت څخه مخنیوی کوي، د زړه لپاره غوره خواړه دي، مغزو او معدې ته قوت ورکوي، سربېره پر دې د بدن دفاعي سیستم او جنسي قوت لوړوي.

نورې ګټې یې هم دي، چې د وینې فشار کچه ټيټوي، د فالج ناروغۍ مخنیوي کې مرسته کوي، همدا ډول د هډوکو مضبوطولو او دردونو څخه د خلاصون غوره خواړه ګڼل کیږي.

خو آیا په ګرمۍ کې روغتیا ته زیان رسوي که نه؟

د روغتیا متخصصین وایي چې که څه هم خرما په هر موسم کې ګټوره ده، خو دا په مزاج کې ګرمه ده او په بدن کې ګرمي رامنځته کوي، د همدې لامله ویل کیږي چې د یخنۍ موسم کې يې ګټې زیاتې وي.

دوی زیاته کړې چې په ګرمۍ کې يې هم خوړل مناسب دي خو باید له زیات خوړلو څخه یې ځان وژغورل شي، ددې لپاره د پیشمني او روژه ماتي پر وخت دې له درې یا څلور دانو څخه زیاتې ونه خوړل شي.

دوی زیاتوي چې خرما د خپل مزاج تودوخې له امله د بدن تودوخې کچه هم لوړوي، چې له کبله یې معده کې درد او داسې نورې ناروغۍ رامنځته کیږي.

خلاصه دا چې د ګرمۍ په موسم کې د پيشمني او روژه ماتي پر وخت باید له احتیاط څخه کار واخیستل شي او د دوه – دوه خرماو څخه زیاتې ونه خوړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *