د کابل پوهنتون استاد ۵۰۰ افغانۍ قرض غواړي، معاشونه یې نیمايي - Mohllat                      

د کابل پوهنتون استاد ۵۰۰ افغانۍ قرض غواړي، معاشونه یې نیمايي

د کابل پوهنتون استاد عبدالله کامه وال په یوه مرکه کې د پوهنتون د استادانو د معاش‌ د نيم په نيمه کمېدو خبر ورکړ، ده د طلوع نيوز سره په خپله مرکه کې وویل چې د موجودو حاکمانو له لوري د پوهنتون د استادانو معاش پنځوس فيصده ټیټ شوی دی.

وايي د پوهنتون د استادانو وضعیت دومره خراب دی چې تېره ورځ یوه استاد پينځه سوه افغانۍ پکار وې،‌په ټولو استادانو کې د چا سره پينځه سره افغانۍ نه وې چې قرض یې ورکړی وی.

دی زياتوي چې ډېری استادانو د خپل کور د چلولو لپاره قرضونه کړي دی او نور داسې حالت ته رسیدلي دي چې نه څوک چاته پور ورکوي او نه هم د چا سره څه شته چې بل کس ته یې پور ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *