سېلېبرېټي

ګل پاڼه؛ د مور و پلار مې ښه نه اېشم، په کور کې ټول راته وايي ډېره

د پښتو ژبې تکړه سندرغاړې ګل پاڼه وايي چې پخپل کور کې د کور د غړو ډېره ښه نه اېشي، دې په یوه مرکه کې ويلي دي چې د مور او پلار یې زياته نه ورسره لګي وايي راته وايي چې ته ډېره بخيله او کنجوسه يې.

د ګل پاڼې په خبره چې دا کنجوسه نه ده خو د‌کور خلکو ته داسې ښکاري لکه کنجوسه چې وي، وايي افراط یې نه خوښېږي او هر کار یې په اندازه باندې کول د‌ ژوند یو اصل دی.

نوموړې وړاندې زیاتوي چې پخپل ژوند کې ډېره خوشحاله ده کوم مقام ته چې رسېدلې ده هغه هرڅه ورکړي دي او له دې کبله په ځانګړي ډول د ټولې نړۍ د پښتنو څخه منندويه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *