ښځه یې د ماشومې غوندې ښکاري وايي، د خلکو د ډاره خپلې ښځې ته
په انګلستان کې د يوې جوړې حيرانونکې کيسې خلک حیران کړي دي. پېښه داسې شوې چې يوه نجلۍ چې ډېره کوچنۍ او کم عمره ښکاري بلکل د يوې ماشومې په شان ده خو په حقيقت کې ۲۳ کاله عمر لري.
ددې ملګری چې ورسره يو ځاي ژوند کوي روزانه د خلکو د سختو غبرګونونو سره مخ کېږي خلک فکر کوي چې دا کس کوم مشکل لري چې دومره کوچنۍ نجلۍ سره نېږدې رفتار کوي او يو ځاي اوسیږي.
خو زياتوي چې په حقيقت کې دا نجلۍ ۲۳ کلنه ده او د واده قانوني عمر یې په ۱۸ کلنۍ کې پوره کړی دی وايي د خلکو له کبله خپلې مېرمنې ته په ډاډه زړه نشي ورنېژدې کېدی.