ډاکټرانو په ولاړو د متيازو کولو سخت شرمونکی زيان بیان کړ، پام چې
په ولاړو باندې متيازې کول د نارينه و لپاره اسانه او راحت وي مجبور نه وي چې په تشناب کې کېني، خو دا د راحت ترڅنګ يو څه ازغي هم د ځان سره لري. د يوه لوري خو دا د اسلامي رواياتو خلاف بلل کېږي د بل لوري اوس په دې هکله سائنس هم ځينې وضاحتونه وړاندې کړي دي.
په هالنډ کې د ډاکټرانو د يوې څېړنې پايلو ويلي دي چې په کېناستی سره متيازې کول د هغو کسانو مشکل راکموي کوم چې د پروستات مشکل لري په کېناستو متیازې کول ددې کسانو لپاره د متيازو د لا راحت او چټک کولو او ورسره د پروستات په روغتیا د مثبت اغیز کولو غوندې مثبت طرفونه لري.
پوهان دا هم وايي چې په کېناستو باندې د متيازو کول د نارينه و سره مرسته کوي ترڅو خپله مثانه په کامل ډول خالي کړي او په مثانه کې یې هېڅ هم پاتې نشي. د يادونې وړ ده چې په مثانه کې د متيازو پاتې کېدل ګڼې ستونزې رامنځته کوي.