د کوکاکولا د څښلو څلور خطرناک زيانونه، صرف يو بوتل څښل د نارينه نیمايي
د کوکاکولا، پېپسي او دې ته ورته مشروباتو زيانونه له چا پټ نه دي، خو دا چې زيانونه په عملي ډول تشریح شوي نه دي نو ډېر خلک یې جدي نه نيسي او بيا هم په نورمال ډول ددې ډول مشروباتو څښلو ته دوام ورکوي.
د هاروارډ پوهنتون د اوږدو څېړنو وروسته دا ثابته کړې ده چې زيات دا ډول مشروبات څښل د پښتورګو يا ګردو د نورمال کار کولو او تصفيه کولو پروسه له خطر سره مخ کوي او پښتورګي ورځ تر بلې خرابوي.
دا ډول مشروبات د شکر د ناروغۍ خطر زياتوي، هغه کسان چې په ورځني ډول له دې مشروباتو څخه استفاده کوي په دوهم ډول شکر ناروغۍ د اخته کېدو چانس یې له ۲ څخه نيولې تر ۲۵ سلنه زیات دی.
څېړنې وايي چې په دې ډول مشروباتو کې د مخصوص رنګ د ترلاسه کولو لپاره استفاده کېدونکي مواد د سږو او تيرويد په سرطان چې ټول لري. ددې ترڅنګ دا مشروبات زیات کافين لري چې دمتيازو کولو اړتيا زياتوي او بدن د اوبو د کمښت سره مخ کوي.