سېلېبرېټي

نغمه؛ ځان مې پخپله په انټرنشنل کچه وشرماوه، په امريکا کې مې

تکړه افغان سندرغاړې نغمې د خپل وروستي کنسرت په مهال د مايک وارولو او غوسه کېدو په هکله خبرې وکړې، څه موده وړاندې نغمې د یوه کنسرت په مهال خپل مايک وار کړ او په غوسه له ستېج څخه ښکته شوه.

تازه یې په یوه مرکه کې د خپلې غوسې په هکله ويلي دي چې ډېره نه غوسه کېږي مګر کله چې غوسه شي بيا سمه غوسه کېږي.

دا په دې هکله وايي: باور وکړی زه پخپل ژوند کې ډېره کمه غوسه کېږم خو کله چې غوسه شم بيا سمه انټرنشنل غوسه کېږم او ځان شرموم. نغمې په دې مرکه کې دا ونه ويل چې په خپل کنسرت کې څه شي غوسه کړې وه چې مايک یې وار کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *