اروپايي هېوادونو اعلان وکړ، په پینځو ورځو کې د ويزو په هکله پرېکړه کوي
د اروپایي ټولنې پينځو هیوادونو اعلان کړی دی چې په ترکيه کې د زلزله ځپلو ولایتونو اوسېدونکو ته په څو محدودو ورځو کې ويزه ورکړي. د جرمني، هالنډ، سویس، فرانسې او ځينې نورو اروپايي هېوادونو حکومتونو اعلان کړی دی.
چې د ترکيې د زلزله ځپلو ولایتونو هغه اوسېدونکو چې په زلزله کې ځپل شوي دي په پینځو ورځو کې ويزه ورکوي. وايي ددغه ولایتونو اوسېدونکي دې د بشپړو اسنادو سره ددوی سفارتونو ته مراجعه وکړي.
دغه هېوادونه به په پينځو ورځو کې ددوی ويزې سمدلاسه صادرې شي. په ترکیه کې په وروستۍ زلزله کې د ۴۵ زرو زيات کسان مړ.ه شول د ترکیې په سوریه کې هم ګڼ شمېر انسانان ددې زلزلې په پايله وو.ژل شول.