د سپر.مو يا منیو بد بوی د څه شي نښه ده؟ څه وخت باید ډاکټر ته مراجعه وشي؟
په نورمال حالت کې د انسان سپر.م يا مني کوم خاص بوی نلري. ځکه چې زياته برخه یې د اوبو څخه جوړه ده او بوی یې ډېر ضعیف ده مطلق اکثریت خلک یې هېڅ نه حس کوي. مګر په ځينې حالتونو کې انسان دا بوی حس کوي چې بعضې وخت انسان په تشويش کوي.
ډېر مهال هغه وخت د نارينه و په منیو يا پخپله په تنا.سلي اله کې بوی رامنځته کېږي چې کله کور. والي وکړي د ځینې مېرمنو د شرمګا د pH درجه لوړه وي چې دا د یوه نابلد بوی سبب کېږي. مطلب کله چې نارينه ددې ډول يوې مېرمنې سره چې د شرمګا د پي ایچ درجه وې لوړه وي کور. والي وکړي نو يو ډول ناسم بوی یې په خپل جن. سي غړي کې پيدا کېږي.
پهدوهم قدم کې ويلي شو چې ځینې خواړه هم د انسان په سپر.مو باندې منفي تاثير لري ددې جملې څخه د اوږې، شرابو، پيازو او ماهی نومونه يادولی شو. ددې خوړو په خوړلو کې افراط ځینې وخت د منیو د بد بوی سبب کېږي.
بعضې وخت د نارينه نظافت ته نه پاملرنه، د نش.ه یې توکو کارول هم ددې سبب کېږي چې د انسان په منیو کې غيرې نورمال بوی رامنځته شي.که چېرې د اوږده وخت لپاره مو ليدل چې مني مو بوی کوي د منيو د خروج په مهال مو درد حس کړ په منيو کې مو وينه وليده نو ښه ده چې په عاجل ډول ډاکټر ته مراجعه وکړی.