د افغانانو له لوري د پاکستاني پاسپورټ ترلاسه کولو خواهش په تاريخي ډول زیات شوی، په يوه مياشت کې
د افغانانو له لوري د پاکستاني پاسپورټ ترلاسه کولو خواهش په بې ساري ډول زیات شوی دی. په وروستیو کې ګڼ شمېر افغانانو هڅه کړې ده چې د پاکستان پاسپورټ ترلاسه کړي د کراچۍ او اسلام اباد په نړیوالو هوایي ډګرونو کې د هغو افغانانو د نیولو خبرونه زيات شوي دي چې په جعلي ډول یې په پيسو باندې ځانته پاکستانی پاسپورټ جوړ کړی و.
په افغانستان کې حاکمه ډله د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه پیژندل کېږي له همدې کبله ټولو هېوادونو د افغانستان وګړو ته د ویزو ورکولو پاليسي يا تر حد زياته سخته کړې ده او يا هم یې د افغانانو لپاره ويزه صادرول په بشپړ ډول بند کړي.
له همدې کبله په داسی يو حال کې چې په افغانستان کې کاروبار کم شوی د خلکو اقتصاد د بد وضعيت سره مخ دی نو ډېری هېوادوال هڅه کوي بهر ته ولاړ شي په دې صورت کې اوس افغانان په نړۍ کې منل شوی مشروع حکومت نلري له همدې کبله افغانان هڅه کوي د پاکستان پاسپورټ ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې حاکمه ډله چې په ۹۰ کلونو کې هم په افغانستان واکمنه شوې وه نو افغانان د پاکستان د ويزې او پاسپورټ په آرمان شوي و او اوس چې بيا واکمن دي نو افغانان يو ځل بیا همغه ذلت تجربه کوي.