لطیفه عزیزي: په یوه هوټل کې مې کار پيل کړ، سندرې او ماډلېنګ - Mohllat                      

لطیفه عزیزي: په یوه هوټل کې مې کار پيل کړ، سندرې او ماډلېنګ

افغان سندرغاړې لطيفې عزيزي د سندرو او ماډلېنګ ترڅنګ په یوه هوټل کې هم کار پيل کړی دی. نوموړې په ټولنيزو رسنيو کې په یوه پوست کې ليکلي دي چې سندرو او ماډلېنګ ترڅنګ یې اوس په یوه هوټل کې هم کار پيل کړی دی.

په دې وروستيو کې افغان سندرغاړي په بهر کې د يو لړ مشکلاتو سره مخ دي. ځينې یې په ښه وضعيت کې دي، ښه کنسرټونه لري ښه فعاليت لري خو ځينې یې بيا په پرېشان حال کې دي او مشکلاتو یې د ژوند خوند ورڅخه اخيستی دی.

لطيفه عزيزي پخوا راحت افغانستان ته تله او راتله او ښه ژوند یې درلود کله به په دوبۍ کله به په ترکيه کې اوسېده اوس مهال نوموړې افغانستان ته تګ راتګ نلري او په بهر کې یې هم فعالیتونه ډېر رنګین نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *