روغتيا

د کور. والي وروسته د ځينو مېرمنو د شرمګا د سوځېدو (سوزش) لاملونه

د کور.والي وروسته د شرمګا سوزش يا سوځېدل يو له هغو روغتيايي ستونزو څخه دي چې ډېری مېرمنې یې په ژوند کې خامخا تجربه کوي. ددې سببونه مختلف کېدی شي او د هرې ښځې سبب د بلې سره توپير درلودی شي.

خو په عموم په ډېری مېرمنو کې ددې ستونزې لامل د شرمګا کافي نه لمدېدل او وچېدل وي، دا ستونزه په ځانګړي ډول باندې په لوړ عمر لرونکو مېرمنو يا هم هغه مېرمنو کې چې کور. والي ته یې زړه نه کېږي او له مجبورۍ څخه د خاوند سره یو ځاي کېږي.

هغه کسان چې ډېر زيات کور. والی کوي هم ددې ډول ستونزې سره مخ کېژي، هره ورځ کور. والي يا په ورځ کې څو ځل کور. والي کول په پرلپسې ډول کول هم ددې سبب کېږي چې د ښځينه شرمګا وچه شي او کور. والي کول درد لرونکي او سوزش لرونکی سي.

په ځینې شرايطو کې ميکروبي ناروغۍ، حساسيت، هم ددې سبب کېدی شي چې د کور. والي وروسته د ښځينه و شرمګا د سوزش سره مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *