رحمن الله ګربز: د اماراتو ټيم ډېر قوي شوی و، اوس وخت کې افغانستان
په دې ورځو کې افغانان په ټولنيزو رسنيو کې د عربي متحده اماراتو په وړاندې د خپل ټيم د شرمونکي او ذليلې ماتې په هکله زيات بحثونه کوي. په دې مسله کې د افغانستان تکړه توپ وهونکی رحمن الله ګربز هم خپل دريځ روښانه کړ.
نوموړي پرون وويل چې د عربي متحده اماراتو ټيم ډېر قوي شوی دی. ده ويلي دي چې د اماراتو د ټيم څخه یې ددومره ښې لوبې کولو تمه نه درلوده، ګربز په دې باندې اعتراف کوي چې دوی عربي متحده امارات ډېر عادي نیولي و.
د کرکټ مبصرین وايي چې د اماراتو ټيم په هغه کچه نه دی قوي شوی چې د افغانستان د ماتې سبب شي بلکې د راشد خان ناکام او عجمي مدیریت ددې سبب شوی دی چې افغانستان دداسې یو شرم سره مخ شي.
راشد خان خپل پخواني پينځه هغه انډیوالان چې پخوا یې په کلونو کلونو کې په افغان ټيم کې لوبه کړې وه او په دغه دوره کې سخت ناکام شوي و او له همدې کبله په کور کینول شوي و راشد دا ناکام او ازمايل شوي کسان بيا ټیم ته راوستل او د هغوی ماشومانه لوبې افغانستان دداسې يوه شرم سره مخ کړ.