د کډوالو د کمپ ماشوم اوه کاله وروسته افغانستان ذليل کړ - Mohllat                      

د کډوالو د کمپ ماشوم اوه کاله وروسته افغانستان ذليل کړ

د کډوالو د کمپ ماشوم اوه کاله وروسته افغانستان ذليل کړ

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د کپتانۍ څخه د محمد نبي د استعفا وروسته راشد خان دې مقام ته وټاکل شو، راشد خان څومره چې د بيرون څخه اتل ښکاري هغومره خودخواه او مکار هم دی. هغه نن يو ځل بيا ثابته کړه چې په هېڅ صورت د رهبرۍ وړ نه دی‌.

د پېښور د کډوالو د کثيفو کمپونو څخه راپورته شوی نن د افغانستان په نوم امکاناتو باندې نوموړی په ميليونو ډالر عوايد ښه ژوند او په ټولنه او دنیا کې درناوی لري مګر راشد خان بيا ددې حق نه ادا کوي او په ټيم کې خپل انډيوالان ميراثيان مافیا واله کسان پرته له هېڅ شرم ځای په ځای کوي.

وروستی رزالت يې پرون شپه و چې اماراتو په نهه وېکټو افغانستان ته ماته ورکړه. ده په یوه ټيم کې پینځه کباړيان ميراثيان اخيستي و او مطلق اکثریت دغه کباړيان همغسې کباړ شول د تل په شان د لوبې مورال یې له منځه يوړ بالونه یې ضايع کړل لوبه یې تر فشار لاندې راوسته اخر خپله هم په لسو او پينځو منډو اوټ شول.

دا د راشد لومړی ځل نه دی چې د افغانستان ګټې ورته هېڅ ارزښت نلري بلکې تر دې وړاندې کله چې يو ځل ګلبدين نايب کپتان شوی و د نړيوال کپ په جريان کې ده او اصغر ستانکزي ورباندې رشخند وهه او ان په افغانستان یې رشخند وهلی و.

ده او اصغر ستانکزي په افغانستان رشخند واهه او‌ويل يې چې افغانستان هم نړيوال جام ګټي. دا ډول خبرې ده رزيل او اصغر ذليل مخامخ په لندن کې ګلبدین نایب ته کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *