قطر خپل وګړو تر صرف په 8 دقيقو کې د پاسپورټ ورکول پیل کړل بلخوا په افغانستان کې
په ټولنيزو رسنيو کې د خپرو شويو معلوماتو په اساس قطر لومړی هیواد شو چې خپلو اتباعو ته صرف په 8 دقيقو پاسپورټ ورکوي. د قطر د پاسپورټ پروسه په وروستۍ کچه ساده شوې ده او د وګړو ټول معلومات وړاندې له وړاندې د دولت سره موجود دي د پاسپورټ د درخواست سره سم پاسپورټ فوري پروسس کېږي او په 8 دقيقو کې غوښتونکي ته تسليم کېږي.
په قطر کې د پاسپورټ ورکولو دا خبر په داسې مهال په افغانستان کې ترېنډ شوی دی چې په افغانستان کې د پاسپورټ اخيستل اوس د سختې ويزې د اخيستلو څخه هم ګران شوي دی. پخوا به د افغانانو يو درد دا و چې څه ډول د بهرنیو معتبرو هېوادونو ويزه واخلي.
اوس د هغه څخه لوی غم دادی چې څه ډول پاسپورټ ترلاسه کړي، په پخواني حکومت کې یو افغان کولی شوی چې په یوه اونۍ يا لسو ورځو کې خپل پاسپورت ترلاسه کړي مګر اوس مهال په رسمي ډول د پاسپورټ وېشل بند دي صرف د زرګونو ډالرو په مقابل کې پاسپورټ ورکول کېږي.
يوازې د پاسپورټ مسله نه ده په افغانستان کې ان د تذکرې اخيستل اوس ډېر ګران کار شوی دی. د تذکرې بيه یې چې یوازې سل افغانۍ وه اوس دری سوه افغانۍ ده.