سېلېبرېټي

شبنم دوران: افغان نارينه هېڅ نه بدلېږي هرځای چې ولاړ شي ښځې د دوی له لاسه

د ملي تلويزيون پخوانۍ خبريالې شبنم دوران چې اوس مهال د افغانستان انترنشنل سره کار کوي د افغان نارينه و څخه شکایت کړی دی‌. نوموړې چې اوس مهال په لندن کې ژوند کوي هغه خبر ته غبرګون ښودلی دی چې په جرمني کې د دوه افغانانو له لوري چې وروڼه وه د خپلې خور د وژ.لو په هکله خپور شوی و.

شبنم دوران ويلي دي چې د افغان نارينه لپاره فرق نکوي په دې دنيا کې چې هر چېرته ولاړ شي نو خپل هغه مرد سالاري له ځان سره وړي او د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي ته دوام ورکوي. وايي ښځې ددوی له خشونت څخه په هرځای کې برخمنې وي.

تېره ورځ په جرمني کې يوې محکمې د هغه دوه افغانانو په وړاندې حکم صادر کړ کومو چې خپله خور وژ.لې وه. قاضي چې تېره ورځ خپله پریکړه اعلان کړه دوه افغانان په عمر بند محکوم کړل. دوی دواړو خپله سکه خور وژ‌.لې وه.

ټولن پوهان وايي چې په غرب کې د نوي ژوند سره نا بلد افغانان بايد په دې پوه شي چې دوی په يو داسې هېواد کې ژوند کوي چې د هر فرد ژوند يو ځانګړی ژوند دی او څوک د بل چا په ژوند کې د هېڅ ډول تصرف حق نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *