په دغه څلورو مسايلو کې د هېچا سره مشوره مکوئ
په دغه څلورو مسايلو کې د هېچا سره مشوره مکوئ
لومړی: د خپل ژوند د موخې او هدف په هکله، تاسې بايد په دې مسله کې صرف د ځان سره مشوره وکړی خپله فکر وکړی هغه کوم کار دی چې تاسې یې په ساعتونو ترسره کړی خو هیڅ نه ورڅخه ستړي کېږی، هغه څه دي چې تاسې یې په ترسره کولو د شفقت او خوښۍ حس کوی وجدان مو خوښ سينه مو پراخه وي، بل څوک نشي کولی ستاسې لپاره ستاسې څخه ښه فکر وکړي.
دوهم: د هغه پرېکړو په هکله چې مسولیت یې سل سلنه تاسې ته راجع کېږي او د پايله بيه به یې صرف تاسې ادا کوی. پهدا ډول مسايلو کې صرف پخپله تصميم ونيسئ.
دريم: داسې مسايل چې امتحان کولی یې شی پايله یې چک کولی شي اړتیا نلري چې پکې د نورو سره مشوره وکړی پخپله یې چک کړی. ستاسې تجربه ستاسې لپاره د بل هرچا له تجربې زياته ګټوره ده.
څلورم: په هغه مسايلو کې چې تاسې پخپله ښه استعداد لری د نورو تاييد ته په تمه کېږي پخپله هغه کار ترسره کړی، شايد په غلطه مو روان کړي.