روسیه: د افغانستان څخه تاجکستان ته ګواښ متوجه دی په ۱۲ ساعتونو چې ټول افغانستان - Mohllat                      

روسیه: د افغانستان څخه تاجکستان ته ګواښ متوجه دی په ۱۲ ساعتونو چې ټول افغانستان

تېره ورځ د جمعي امنيت سازمان هېوادونو د‌غړو ترمنځ غونډه شوې وه، ددې سازمان مشر روسیه کوي او ډېري غړي هېوادونه یې د پخواني شوروي مستعمره هېوادونه دي.

د غونډې وروسته د روسیې استازي وويل که چېرې تاجکستان باندې د افغانستان له لوري کوم برید وشي او د افغانستان له خاورې تاجکستان وګواښل شي په ۱۲ ساعتونو کې به افغانستان ته ځواب ورکړي.

د روسیې استازي همدارنګه وويل چې د افغانستان په شمال کې د تاجکستان پولې ته نېږدې ۴ زره کسه ځای پر ځای شوي دي کوم چې د تاجکستان د‌امنیت لپاره ګواښ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *