روغتيا

د سر په وېښتانو کې پخې ولې زياتېږي؟ لاملونه او حل لارې یې دلته ولولئ

په ژمي کې په وېښتانو کې د‌ پخو زياتېدل يو له عامو ستونزو څخه دي، خو‌ ددې سره سره ځینې مهال بعضې کسان په نورو موسمونو کې هم له‌ دې ستونزې څخه کړېږي.

په سر کې د پخو د زیاتېدو ځینې لاملونه

ځینې وخت چې يو کس د خپل سر ویښته ښه ونه مينځني او شامپو یې په وېښتانو کې پاتې شي نو دا هم په سر کې د پخو د زیاتېدو سبب کېږي. پکار ده د شامپو د استفاده کولو په پرېمانه اوبو سره ښه ومينځل شي‌.

په ځينې کسانو کې بعضې ناروغۍ هم ددې سبب کېدی شي په ځانګړي ډول د سر د پوستکي زیات غوړېدل ددې سبب کېدی شي چې د کومې ناروغۍ لکه ملسېزيا په رامنځته کېدو دا غوړ پوستکی د پخو سبب شي پخپله پخه د سر د پوستکي د مړو حجرو څخه رامنځته کېږي.

په ځينو پېښو کې داسې هم شوي دي چې په ګرمو اوبو حمام کول د سر د پخو سبب شي ځکه چې زیاتو ګرمو اوبو سره د سر د نم توازون له منځه ځي او ورسره په وچ يا غوړ پوستکي کې پخې را پيدا کېږي ښه داده چې په ډېرو زياتو اوبو سر ونه مينځل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *