آفتاب علم: کریم صادق لالا مې دې خدای زر راولي په کور کې
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخوانی لوبغاړی آفتاب علم پخپل ورور کريم صادق پسې خفه شوی دی، هغه په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي دي چې پخپلو وروڼو باندې وياړي خو اوس مهال یې کریم صادق لالا مسافر دی او ددوی زيات يادېږي. ده هيله کړې ده چې خدای یې دې زر خپل هېواد ته راولي.
کریم صادق څه موده کېږي چې اسټراليا کې دی، په رسنیو کې د خپرو شويو خبرونو په بنسټ نوموړی هلته د ځايي کلب سره کار کړي. کريم صادق چې پخپله هم د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی پاتې شوی دی څو ځل په ښکاره د افتاب علم لپاره کمپاین وکړ او د کرکټ د مسولینو څخه یې غوښتي و چې افتاب علم ته په ټيم کې ځای ورکړي.
افتاب علم د افغانستان لپاره پخپلو لوبو کې په پرلپسې ډول ناکام شه او وروسته یې په ځای نورو لوبغاړو ته ځای ورکړل شو، مینوال یې وايي آفتاب دې په ځان کار وکړي که چېرې ښه کار کردګي وکړي په ټيم کې دې چانس ورکړل شي.