جالب حيرانونکي

په چين کې د هغه ښځې سزا معلومه شوه چې اوه اولادونه يې زیږولي و

په چین کې له دوو زیات اولادونه زېږول په قانون ډول منع شوي او که چېرته څوک ترې سرغړونه وکړي، نو جریمه به ورکوي، خو په دې هیواد کې یوې جوړې هیله درلوده چې اولادونه یې ډېر وي، چې بیا یې په همدې موخه لس لکه یوآن جریمه پرې کړه.

څلور دیرش کلن زینګ رهنګ رهنګ او نهه دیرش کلن میرمن یې د اوو اولادونو والدین دي او دومره اولادونه زېږول یې ښه ګڼلي او د زیاتو اولادونو په راوړلو یې لس لکه یوآن جریمه پرې کړې. یاده دې وي چې شپږ کاله دمخه په چین کې د یو ماشوم زېږول قانوني ول.

خو که چېرته کوم چا د ډېرو اولادونو جریمه پرې نه کړه، چې د تذکرې په ګډون اړین اسناد نه ورکول کېږي او دې جوړې بیا پنځه هلکان او دوه انجونې زېږولي چې عمرونه یې له یو څخه تر څوارلسو کلونو پورې دي.

زینګ د ګوانګ ډونګ د سیمې اوسېدونکې دی او ددې سیمې خلک په دودیز ډول هلکان غوره ګڼي، زینګ وایي چې په دې سیمه کې د ډېرو کورنیو درې یا څلور ماشومان وي او هلکانو ته په انجونو غوره والی ورکوي، که چېرته یې لومړی لورګانې وشوې، چې دریم او څلورم ځل هم هڅه کوي، خو څومره چې دده اولادونه دي د بل چا نشته، نوموړی زیاتوي چې د ډېرو بچیو زېږېدنه یې هلکانو ته غوره والی ورکول نه دي، بلکې دوی غواړي چې دوی یوازې ونه اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *