په هرځل کور.والي شپږ ډالر ذخیره کوي، پوهېږی دې جوړې تراوسه څومره ډالر ټول کړي؟
يوې مکسيکويي جوړې د پيسو د ذخیره کولو لپاره يوه حيرانونکې لار غوره کړې ده او د خلکو توجو یې ځانته ور اړولې ده، دا جوړه چې ۲۶ او ۲۹ کاله عمر لري څه موده وړاندې د یو بل سره واده وکړ او خپل ګډ ژوند یې پيل کړ.
تازه یې په ټيک ټاک کې يوه ويډيو خپره کړې ده چې د ۲۵ ميليونه خلکو له لوري کتل شوې، په دې ويډيو کې دوی وايي چې د پيسو د ذخیره کولو لپاره دوی دواړو د ځان لپاره يو قانون وضع کړی دی.
هغه دا چې کله هم کور.والی کوي نو بايد ۶ ډالر پخپل دخل کې واچوي، وايي یو کوچنی دخل یې جوړ کړی دی هر ځل د کور. والي په مهال شپږ ډالر پکې اچوي. ددوی ددې ويډيو خپرولو وروسته د ټولو خلکو په ذهن کې دا پوښتنه وه چې تراوسه به یې څومره پيسې ذخیره کړې وي.
ددې په ځواب کې وايي چې تراوسه یې ټول د ۱۳۰۰ څخه زيات ډالر ټول کړي دي. ددوی ويډيو په انټرنټ کې په چټکۍ مشهوره شوې ده او د نړۍ ټاپ رسنیو ورباندې راپور جوړ کړی دی.