روغتيا

ډاکټرانو خبرداری ورکړ، د شپې له لوري زيات ټليفون کارول يو خطرناک زيان لري

نوې څیړنې ښيي چې د مبایل، کمپیوټر، لیپټاپ، ټیبلیټ او خوبي ګروپ څخه راوتلې شنه رڼا په انسان کې د سرطان رامنځته کېدو ګواښ دوه چنده کوي.

په نړیواله کچه د یوې ترسره شوې څیړنې څیړونکي وایي چې د په ځانګړي ډول د شپې لخوا ځیرک مبایلونو څخه راوتلې رڼا ته ډېره شېبه کتل د انسان روغتیا ته ځښت زیات زیان رسوي.

دوی ادعا کوي چې دغه رڼا (Blue light) چې د ځیرک مبایل یا له دې ورته بریښنایي شیانو څخه راوځي، د سینو سرطان ګواښ زیاتوي، او همدا ډول په دې سره د مثانې (پروسټات) سرطان ګواښ دوه چنده زیاتیږي.

د پاریس هېواد په بارسلونا ښار کې د روغتیا نړیوال انستیتوت څیړونکو د یوې څیړنې له مخې د ۱۱ سیمو په ۴۰۰۰ کسانو ازموینه ترسره کړه، په پایله کې څرګنده شوه چې د ایل اي ډي او مبایلونو څخه راوتلی شنه رڼا د سرطان په څېر مرګ ګواښونکې ناروغۍ زیاتولو کې مرسته کوي.

د څیړنې پر اساس، له دغې شیانو (ځیرک مبایل، ایل اي ډي، ټيبلیټ یا بریښناني ګروپونه) څخه راوتونکې رڼا پر بدن بد اغیز کوي، په دغه رڼا کې د کور او کوڅو هغه ګروپونه هم شامل دي (لکه د خوب ګروپ) چې د ایل اي ډي څخه جوړ شوي وي.

په څیړنه کې ویل شوي چې دغه ډوله رڼا د بدن هغه هورمونونو په نښه کوي کوم چې د سرطان لامل ګرځي.

هغه څوک چې د خوب پر وخت د خوب ګروپ د اوږدې مودې لپاره لګیدلی پریږدي، یا د شپې لخوا خوب ته نیږدې وخت ځیرک مبایل یا لیپټاپ استعمالوي له دغې ستونزې سره ډېر مخ کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *