د واده څخه ۳ دقیقې وروسته یې ښځه طلاقه کړه، سبب یې
د موقتي یا لنډمهاله نکاح ګانو په اړه به مو اورېدلي وي، چې دا ډول نکاح ګانې له اسلام دمخه د جهالت په دوره کې ترسره کېدې او د اسلام په راتګ سره ورڅخه د منعې حکم وشو. خو نن ورځ د یو داسې نکاح په اړه خبرې کوو چې دومره لنډ وخت یې نېولی چې باور کول به درته ستونزمن وي.
د shortlist .com د راپور ویل کېږي، چې دغه پېښه په ۲۰۱۹ کال هغه وخت رامنځته شوه، کله چې یوه کویټې جوړه یعنې ښځه او خاوند محکمې ته لاړل او د قاضي ترمخ یې په نکاح نامه کې لاسلیکونه وکړل او کله چې بېرته وګرځېدل، د ناوې پښې وښویدې او پر ځمکه ولویده.
راپور زیاتوي، زوم ددې پرځای چې له ناوې سره مرسته وکړي او راپورته یې کړي، برعکس ناوې ته یې د کم عقلې صفت وکاراوه، چې ناوې ته په د زوم په دې کار سره غوسه ورغله او سمدستي بېرته قاضي وګرځېده او همالته یې ورڅخه طلاق واخیست.
د کویټ د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې په دې واده کې د نکاح او طلاق ترمنځ یوازې درې دقیقې وقفه وه او دغه واده د کویټ په تاریخ ترټولو لنډ واده یا نکاح ګڼل شوې ده او ډېر امکان دې ولري چې د نړۍ ترټولو لنډه نکاح هم واوسي.