ليکنې

د آزاد کور.والي لپاره ۹۹ سلنه ښځې د مېړه لپاره دا يو شرط لري

مطلق اکثریت نارينه دا هيله لري او په دې هکله ډېر وخت ډول ډول فکرونه کوي چې څه ډول د خپلې مېرمنې ډېر ښه کور. والی وکړي داسې کور. والی چې مېرمن یې پکې په کامل ډول د زړه د اخلاصه څخه پکې کډون وکړي.

ددې لپاره ډېرو لويو فکرونو ته اړتیا نشته، ډېرو د راز او نیاز پټو مسلو ته هم اړتيا نشته بلکې په فطري ډول باندې څو عادي خبرې دي چې بايد نارينه ورباندې دقیق پوه شي دا خبرې د ښځې په خپل فطرت پورې تړاو لري.

يو ترټولو مهم شی چې ښځې ترهرڅه زيات ارزښت ورکوي هغه امن او خوندي ځای دی، ښځه په هغه صورت کې په کامل ډول د زړه څخه کور.‌والي ته زړه ښه کوی چې کله ماحول ددوی په زړه وي او کاملاً خوندي وي.

د ماحول په هکله باید وویل شي چې هغه جوړې چې په ځانته کور کې ژوند کوي په کور کې یې نوره کورنۍ نه وي ور ګډه عموما‌‌ د ګډ ژوند څخه ترټولو زيات خوند اخلي او د خپل ګډ ژوند څخه ډېر راضي.

برعکس هغه جوړې چې په ګډ کور کې ژوند کوي نو له کور. والي څخه د زړه له خلاصه خوند نشي اخيستلی، مېرمن یې تل په ډار کې وي چې هسې نه څوک یې د اطاق سره نېږدې نه وي يا څوک تېر نشي يا وېره لري چې غږ یې بل اطاق ته ولاړ نشي يا یې څوک غږ وانه وري.

ددې ترڅنګ د خپل زړه کوم ډول خیال کې چې دوی د کور. والي کوم شکل ډول ډول خیالونه جوړ کړي وي هغه په هېڅ صورت په یوه ګډ کور کې نشي عملي کولي نو د ګډ ژوند ترټولو لومړی اصل او اړتيا مستقل ژوند دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *