ازبکستان افغانستان ته يو ښه خبر اعلان کړ، افغانانو نور کولای شي
د ازبکستان له لوري افغان خاورې ته د اورګاډو تګ راتګ بيا پيل شو، څو ورځې وړاندې د اوزبکستان له لارې افغانستان ته پخپلو اورګاډو بنديز لګېدلی و، ددې هېواد حکومت د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته د موادو د انتقال د مخنيوي په مهال ويلي و چې په افغانستان کې واکمنه ډله د ریل پټلۍ مراقبت په سم ډول نه کوي.
څو ورځې وړاندې په کابل د واکمنې ډلې یو هيئت ازبکستان ته ولاړ او ښکاري داسې چې دا هيئت په دې بريالی شوی دی چې ازبکستان په دې باندې قانع کړي چې افغانستان ته د ريل پټلۍ خدمات په بيا ډول پيل کړي.
په دې وروستيو کې ازبکستان د پخوا په خلاف افغانستان ته د برېښنا په لیږد کې هم مشکلات رامنځته کړي دي چې ځينې کسان یې دا مشکلات په ازبکستان دځينې هېوادونو فشار او په کابل کې د واکمنې ډلې ځینې پرېکړې يادوي.