سېلېبرېټي

نغمه: کله چې پېغله وم يوې ښځې مې په ټول بدن لاس وواهه بيايې راته وويل چې ډېره

د افغانستان مشهورې سندرغاړې نغمې په یوه مصاحبه کې د خپل پخواني ژوند په ځانګړي ډول کله چې په افغانستان کې وه او د ځوانۍ وخت یې و يوه جالبه خاطره بيان کړه.

مېرمن نغمې په یوه مرکه کې ويلي دي چې په افغانستان کې يو وخت ددې غوښتنې ته یوه کورنۍ راغلې وه، وايي زه مې هم د مور د څنګ سره ناسته وه د هغه هلک کورنۍ راغلې وه چې زه یې غوښتلم.

نوموړې وړاندې وايي د هلک مور راغله او زما په ځان یی داسې لاس وواهه او زما بدن یې داسې چک کر لکه څوک چې یو څاوری چک کوي چې چاغ دی کنه.

نغمه وايي پدې کاره سره خفه شوه چې صرف زما چاغښت یې وکتو زما ښائست ته یې هېڅ پام ونکړ وايي هغه وخت ښځو ته په یو ډیر بدل نظر ليدل کېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *